د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۱:۴۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له مختلفو شعبو څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل
ښاغلي حقاني ددغه ریاست له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، همغږۍ، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ
د پکتیا د مهاجرینو چارو رئیس مفتي حبیب الله شهیدزاده ښاغلي حقاني ته د ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ
د مهاجرینو چارو وزیر له جبري راستنو شویو ٥٢ کورنیو سره د یونیسار له لورې د نغدي مرستو د بهیر څخه هم څارنه وکړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربه‌توب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د نړۍوالې. . .

بېرته خبرونه ته