د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د پاکستان له سفیر سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۲۰:۳۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په پاکستان کې د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه د پاکستان له سفیر ښاغلي عبید الرحمان نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې افغانانو ته د ویزو اسانه کولو، سرحدي دروازو کې د اسانتیاو رمنځته کولو، د افغان بندیانو د خلاصون، افغانانو ته د بانکي حسابونو پرانستلو، موټر لایسنس جوړولو او یو لړ نورو ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني له نوموړي وغوښتل، چې په پاکستان کې افغانانو ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ځانګړې کوټه ورکړي او کوم افغانان، چې غواړي د افغانستان له لارې حج ته ولاړ شي په سرحدي دروازو کې د تګ راتګ اسانتیاوې ورته برابرې کړي
ښاغلي نظاماني وویل، د مهاجرینو ستونزې چې په مخکې ناستو کې هم له دوی سره شریکې شوې وې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې کړي او د هغوی لخوا مثبت ځواب ته په تمه دی
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د مهاجرینو خدمت خپل مسؤلیت او د ځان لپاره د اجر او ثواب لامل ګڼي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۳۷
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي تورهان صالح سره وکتل.
په دغې ناسته کې. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

بېرته خبرونه ته