د مهاجرینو چارو سرپرست د (UNHCR) موسسې له رئیس سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۲۰:۱۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له رئیس ښاغلي لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت او یونیسیار ادارې ترمنځ په ګډو همکاریو، درې اړخیزه ناستو او ۲۰۲۳ م کال د (PPA) پروژو په اړه خبرې وشوې
ښاغلي زولو د مهاجرینو چارو وزارت همکاري د خپلې ادارې لپاره مهمه وبلله او د ګډو همکاریو په کړنو یې خوښي څرګنده کړه، نوموړي وویل، مونږ خپلې ژمنو ته متعهد یو او د نورو جانبي مسایلو له امله باید زموږ اړیکې خرابې نشي
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، د مهاجرینو وزارت او یونیسیار ادارې د ګډ کار اوښه تعامل له امله مونږ ډېرې لاسته راوړنې لرو، مونږ اول باید مخکینۍ ټولې ستونزې حل او راتلونکي پروژې د ټاکل شوو اصولو او پریکړو له مخې سر ته ورسوو
مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد تېرې څلور اړخیزه ناستې ته په اشارې وویل، په ناستو کې چې کومې ژمنې کېږي باید عملي جنبه ولري او پایله یې ولس په سترګو وویني

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته