د مهاجرینو چارو سرپرست د کندهار د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۳۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د مهاجرینو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه
د مهاجرینو وزیر د یاد ریاست د چارو ارزونه وکړه، ددوی مشکلات یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ
ښاغلي حقاني د ریاست کار کوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره شپه او ورځ چمتو اوسېږي او له هرې ممکنې لارې ددوی خدمت وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.

په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په برخه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

بېرته خبرونه ته