د مهاجرینو وزیر د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سره لیدنه وکړه
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني،چې د یو پلاوي په مشرۍ یې نیمروز ولایت ته سفر کړی، د سلواغې په (٢٧) مه یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس مفتي حبیب الله الهام او د مهاجرینو د رییس صدیق الله نصرت سره لیدنه وکړه.
هغه همدارنګه په دغه ولایت کې ځوانانو ته د حرفوي زده کړو د مرکز د کمپيوټر خونو څخه لیدنه وکړه او د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د فعالیتونو څخه یې مننه وکړه او ځواناو ته یې د حرفوي زده کړو د زمینې بربرول دظرفیت لوړونې په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله