د مهاجرینو وزارت مسلکي معین کندهار ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۳
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد سویلي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د دې ولایت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس او کارکوونکو سره ولیدل.
ښاغلي راشد له بېلابېلو برخو لیدنه، ستونزو، د کار لاندې پروژو څخه لیدنه، د اړمنو کورینو او بې ځایه ستونزو لپاره دایمي حل لارو پیدا کول د دې سفر موخه وښوده.
د کندهار ولایت مهاجرینو رییس او کارکوونکو دغه ولایت ته د نوموړي په سفر خوښي وښوده او نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته