د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د کندز ولایت مهاجرینو رییس سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مهاجرینو له رییس مولوي عبدالوالي محمدي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې مسلکي معین د خپل سفر موخه، د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو ستونزو ته د رسېدنې په اړه معلومات شریک کړل.

ښاغلي راشد د بې ځایه شویو، بېرته راستنو شویو، اړمنو د پېژندنې او له هغوی سره پر مرستو کولو ټینګار وکړ.

بل لورته د کندز مهاجرینو رییس؛ مسلکي معین او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي څو مهاجرینو ته ښه او ګټور خدمات وړاندې کړي.

نوموړي همداراز د یاد ریاست په کاري برخه کې ځینې ستونزې شریکې کړې، چې د ښاغلي راشد له لوري په دې برخه کې د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته