د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د زابل مرستیال والي سره لیدلي دي
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد زابل ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت د والي مرستیال مولوي محب الله حماس سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د بې ځایه شویو پر ستونزو، راستنو شویو، د مرستو په جلب، د خدمتونو وړاندې کولو، ستونزو او همغږۍ باندې خبرې وشوې.
د زابل مرستیال والي، مسلکي معین ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.