د مهاجرینو وزارت د دفتر رییس د قطر سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۳:۵۹
ـ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د قطر هېواد د سرې میاشتې ادارې له رییس حسین احمد بوتاني او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د افغان خیریه او تعلیمي موسسې مسوول هم ګډون درلود، د پکتیا رباط سیمه کې د مهاجرینو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو د کار پرمختګ او همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري هغوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: ډېری افغانان په څو لسیزو کې د پردیو تېرو څخه له هېواده مهاجر شوي وو، خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو سره په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، چې ډېری مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه شول.
زموږ موخه، کار او مسوولیت په مختلفو برخو کې د راستنېدونکو مهاجرینو ملاتړ دی، تر څو د هغوی ستونزې هوارې شي.
محترم بنوري په هېواد کې د قطر د سرې میاشتې ادارې له مرستې مننه وکړه او په پکتیا کې یې د مهاجرینو لپاره د ۱۰۰ کورونو د کارونو پر بشپړولو ټینګار وکړ.
د قطر سرې میاشتې ادارې رییس په دې لیدنه کې د مهاجرینو وزارت له ښې همغږۍ مننه وکړه او ویې ویل: چې په دوامداره توګه به د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه کوي.
نوموړي پکتیا مهاجرینو ښارګوټي کې د کورونو جوړولو په اړه معلومات ورکړل او په دغه ښارګوټي کې یې د ۲۰ نورو کورونو جوړولو خبر ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته