د مهاجرینو وزارت حقوقي ملاتړ رییس د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې هېواد څخه د ښه راغلاست، د راستنو شویو د ثبت له بروسې لیدنه وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
-

د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخیل ستانکزي په کابل هوايي ډګر کې له ترکیې څخه د راستنو شویو کسانو د ښه راغلاست، راستنو شویو د ثبت او بررسۍ له پروسې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې د هوکړه لیکونو د تعقیب امر حفیظ الله حیدري یې هم ملتیا کوله، د دې لیدنې موخه په کابل هوايي ډګر کې د یاد وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست د کارکوونکو له فعالیتونو څارنه وه.

ښاغلي ستانکزي له ټولو برخو لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټولو راستنو شویو سره مختصرې خبرې وکړې او همداراز یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي رییس له مسوولینو وغوښتل چې د دندې پر وخت له صداقت او ایماندارۍ کار واخلي او له راستنو شویو سره نیک چلن وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته