د مهاجرینو وزارت او د CCCM تخنیکي ټیم تر منځ د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په موخه ناسته وشوه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۴:۳۰
-

دغه ناسته چې د تېرو ناستو په تعقیب د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد او CCCM ټیم استازي وینست سربېره، د دې وزارت د بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو همکارو ادارو استازو هم ګډون کړی وه ، خپلو سیمو ته د داخلي بې ځایه شویو پر لېږد، کندوز ته د ۱۱۱ لېږل شویو کورنیو ستونزو ته پر رسېدنې، په لغمان کې د ۴۱۹ کورنیو د ثبت او بایومټریک پروسې پر پیل، هغوی ته پر دایمي حل لارو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد د CCCM له استازو غوښتنه وکړه، چې د کندوز داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته رسېدنه وشي او په دې برخه کې کړې ژمنې عملي شي، چې یاد وزارت په دې برخه کې بشپړ چمتوالی لري.
بل لورته د CCCM استازي وینست د شهید حقاني د شهادت په تړاو ښاغلي شېرزاد ته تسلیت ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به د نړیوالو مرستو راجلبولو ته دوام ورکوي او د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته به په ګډه کار کوي.
دوی همداراز زیاته کړه، چې په راتلونکې اونۍ کې به خپلې عملي چارې پیل کړي.
په ورته وخت کې د یاد وزارت د بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکرالله شاکر غوښتنه وکړه، چې د داخلي بې ځایه شویو پر لېږد سربېره باید د هغوی لپاره په خپلو سیمو کې کاري بوختیاوې هم برابرې شي، څو بیا بې ځایه کېدو ته اړ نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته