د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون

 

د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون

۲۳/۳/ ۱۴۴۵

سريزه

مهاجرت يوه مهمه نړيواله پديده ده، چې په افغانستان کې له لوړ اهميته برخمنه ده، ځکه دغه هېواد په تېرو څو لسيزو کې له دولس ميلونه څخه زيات مهاجرین او پناه غوښتونکي لرل، چې د مهاجرت په تاريخ کې يې ساری نه لري. پاکستان په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل راهیسې د زیات شمېر افغان مهاجرینو کوربه دی، چې شاوخوا درې میلیونه اوس هم په دغه هېواد کې مېشت دي. په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغانان قانوني اسناد نه لري او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ټولټال شمېر ۴.۴ میلیونه کېږي. په روان کال کې  د پاکستان هېواد د سختې نا امنۍ شاهد و، د دغو ناامنیو زیاتوالي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا لاپسې زیاته کړې ده. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د افغانانو د اخراج د پرېکړې په دفاع کې افغان اتباع د دغه هېواد په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړي دي او په همدې موخه یې افغان مهاجرین له یاد هیواده په جبري ویستو ته مجبور کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو ځینو راپور له مخې، چې د افغان مهاجرینو اړوند چارې تنظیموي، له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغان مهاجرین لنډمهاله کارتونه لري، په داسې حال کې چې له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د افغانستان تابعیت تذکرې لري. د ثبت شویو افغانانو له جملې څخه ۵۲ سلنه یې د افغانستان په شمال لوېدیځ کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کوي، نور ۳۲۱۶۷۷ افغانان په بلوچستان ایالت، ۱۹۱۵۳ په پنجاب او ۷۳۷۸۹ په سند ایالت کې ژوند کوي، چې په ټولیزه توګه د کراچۍ په بندري ښار کې ۴۱ زره ۵۲۰ کسان ژوند کوي. همدارنګه په پلازمېنه اسلام اباد کې او په کشمیر کې ۴ زره ۳۵۲ کډوال ژوند کوي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت ځان مسئول ګڼي، چې مهاجرت په هېواد کې يوه مهمه ملي موضوع وګڼي او هوډ لري، چې په ټول توان سره د هغې په مديريت کې عملي ګامونه واخلي.       

په همدې برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون د طرحې په وړانديز سره د ملي او نړيوالۍ همکارۍ، د کډوالۍ، راستنېدنې ، د دوامداره نوې ځای پر ځای کېدنې د غوره مديريت او مهاجرینو، راستنېدونکو د حقوقي او ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو غوښتونکی دی، دغو موخو ته د رسېدنې لپاره د ا.ا.ا د مشرتابه ۱۵۷ ګڼې دفرمان په اساس د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون رامنځ ته شوی. جوړښت، صلاحيتونه او د دندې لايحه يې په کړنلاره کې ځانګړې شوې ده.

د کمېسيون  پېژندنه

داچې د پاکستان حکومت د ټولو نورمونو خلاف د افغان مهاجرینو د اخراج فیصله وکړه، نو په همدې اساس د عالیقدر امیرالمومنین د حکم له مخې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه په جبري توګه د را ایستونکو افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب په مشري د ۳۱ لوړ رتبه مسولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړې.

یادې کمیټې به خپلو امکاناتوته په کتو د مهاجرینو تثبیت، تشخیص، انتقال، لومړني او صحي خدمات او موقت پنډغالي تهیه کوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارانو ته د یوه طرزالعمل له مخې خاصې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي. همدارنګه هغه هیوادوال چې د ځینو تشویشونو له امله بهرنیو هیوادونو ته تللي، هغوی ته ډاډ ورکوو، چې پرته له کوم تشویش څخه بیرته راستانه او په خپل هیواد کې باعزته ژوند وکړي.

 موخې:                                                                                                                                                        

  • له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو باعزته راستنېدنه.
  • په ګران هیواد کې د راستانه شویو مهاجرینو ځای پر ځای کول.
  • په دې وروستیو ورځو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته سوکاله ژوند او معیشیت چارې برابرول؛ او
  • د هیواد په ابادۍ کې د راستانه شویو مهاجرینو ونډې اخیستلو ته ښه زمینه برابرول.
  • د پناه غوښتونکو، مهاجرینو او بېځايه شوو د دوامداره نوې ځای پرځای کېدنې په هېواد کې د شته ظرفيتونو سره برابر د مهاجرت مديريت، مهاجرینو او راستنېدنکو ته د حقوقي او ټولنيزو خدمتونو رامنځ ته کولو او دملي او نړيوالو همکاريو جلب په ځانګړې توګه د کوربه هېوادونو په برخه کې ملي سياسي پالېسۍ او همغږۍ جوړول دي.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون غړي

د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمیسیون د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تر مشرۍ لاندې او د لاندې وزارتونو د وزیرانو په غړيتوب  يو دولتي عالي بنسټ دی.

  • دمهاجرینو او راستنېدونکو سرپرست د غړي په توګه.
  • ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دکرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دکورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دبهرنيو چارو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د کليو پراختيا وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دښارجوړونې وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د کار او ټولنيزو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازی د غړي په توګه.
  • دماليې وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د سرحدونو او قبايلو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • دافغان سرې مياشتې عمومي رئيس د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر د غړي په توګه.
  • د افغانستان بانک لوی ریاست رئيس د غړي په توګه.
  • بلال کریمي د عالي کمیسیون د دارالانشاء په چوکاټ کې د ویاند په حیث.

دا کمیسیون لاندې کمیټې او غړي لري:

۱-  د کډوالو د تثبیت، ثبت او استقبال کمیټه.

  • د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمد نبي عمري د مشر په توګه.
  • د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • ملي دفاع وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د کورنیو چارو وزارت استازی سلطان محمد مفکر د غړي په توګه.

۲- د کډوالو د لیږد او ترانسپورټ کمیټه:

  • د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخوندزاده د مشر په توګه.
  • د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا قومندان ملا بسم الله اخند د غړي په توګه.
  • د کورنیو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د مالیې وزارت استازی د غړي په توګه.

۳- د کډوالو د موقعتي میشت کیدنې کمیټه.

  • د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د مشر په توګه.
  • دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د غړي په توګه.
  • د کلیو بیا روغونې او پراختیا وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د عامې روغتیا وزارت مرستیبال د غړي په توګه.
  • د پېښو پر وړاندې د مبارزې د جمتوالي ملي ادارې استازی د غړي په توګه.
  • د افغان سرې میاشتې ټولنې استازی د غړي په توګه

 

۴- د کډوالو د روغتیایي چارو د خدماتو کمیټه

  • د کلیو بیا روغونې وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم د مشر په توګه.
  • د عامې روغتیا وزارت مرستیال د غړي په توګه.
  • د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د مالیې وزارت استازی د غړي په توګه
  • د اوبو او انرژۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د محابراتو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د چارو ادارې لوی ریاست استازی د غړي په توګه.
  • دچاپیریال ساتنې ملي ادارې استازی د غړي په توګه.

۵ـ د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټه.

  • د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیفٔ؛ د مشر په توګه.
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د بهرنیو چارووزارت استازی د غړي په توګه.
  • د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د مالیې وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د افغان سرې میاشتې ټولنې استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د پښتو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې استازی د غړي په توګه.

۶- د کډوالو د دایمي مېشتولو او ځمکو د وېش کمېټه:

  • د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني؛ د مشر په توګه.
  • د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو رییس د غړي په توګه.
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د اوبو او انرژۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د اوبو رسولو شرکت استازی د غړي په توګه.
  • د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازی د غړي په توګه.
  • د اړوندې ښاروالۍ استازی د غړي په توګه.

 

۷- د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

  • د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا؛ د مشر په توګه.
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د ارشاد، او حج اوقافو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتونو د اورېدلو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د حکومت د رسنیو مرکزمشر د غړي په توګه.

۸- د سوداګرو او صنعت کارانو له پاره د اسانتیاوو د تنظیم کمېټه:

  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي؛ د مشر په توګه.
  • د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  •  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د مالیې وزارت د ګمرکاتو استازی د غړي په توګه.
  • د کورنیو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  •  د افغانستان بانګ استازی د غړي په توګه.
  • د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.

د مسجدونو او زده کړو د تنظیم کمیټه

  • د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ زر محمد حقاني د مشر په توګه.
  • د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري مرستیال مولوی صبغت الله وصیل  د غړي په توګه.
  • د لوړو زده کړو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • دتخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې استازی د غړي په توګه.
  • دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.

 د مالي چارو دتنظیم کمیټه

  • دمالیې وزارت مالي مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد د مشر په توګه.
  • د د افغانستان بانک استازی د غړي په توګه.
  • د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • دصنعت او سوداګرۍ وزارت استازی د غړي په توګه
  •  د استخباراتو عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.

کډوالو ته د ځمکو په اجاره ورکولو او د ملکیت انتقال کمیټه

  • دکرنی اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عطا الله عمري دمشر په توګه.
  • دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د مالیې وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د چارو ادارې عمومي ریاست استازی د غړي په توګه.
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی د غړي په توګه.

 کډوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمیټه

  • د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري د مشر په توګه.
  • دمهاجرینو راستنیدونکو چارو وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د اقتصاد وزارت استازی د غړي په توګه.
  • د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازی د غړي په توګه.

د کمیسیون کړنلاره له دې ځایه ډانلوډ کولای شئ.