د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۲۰:۳۰
-


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني په مشرۍ او د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په شتون کې وشوه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د تېرو پرېکړو له تعقیب وروسته په ایران کې د مهاجرینو پر وضعیت، د راستنېدنې پروسې، غزني کې د البیروني ښارګوټي پر ستونزو، کونړ ولایت کې د بېځایه شویو کورنیو، له کابل څخه د (٥٠٠٠) بېځایه شویو کورنیو انتقال او د ځینو نورو مهمو اداري موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې، چې د ګډونوالو د نظرونو او مشورو له شریکولو وروسته لازمې پریکړې هم وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته