د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي عليرضا بیګدلي سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۲۰:۴۱
-
 
 
په دې ناسته کې چې یوه پلاوي د ښاغلي بیګدلي ملتیا کوله، په ایران کې د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې جوپې په اړه خبرې او بحث وشو.
د ناستې په پیل کې د ایران سفیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دريځ مننه وکړه او هغه یې د دوو ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.
د ناستې په لړ کې ښاغلي علیرضا بیګدلي هرات او نیمروز ته د خپل وروستی سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزئیات له محترم وزیر سره شریک کړل. ښاغلي بیګدلي وویل، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په تړاو لیدنې مهمې وې، د افغانانو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه دوه اړخیزې کمیټې کار پیل کړی او تر دې مهاله د افغان راستنېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي وویل، چې د ایران د جمهوري دولت لخوا د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف او د وسایلو او توکو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې هم لغوه شوې دي
همدارنګه د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت د سفارت او د ایراني لوري لخوا افغانان خپلو پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.
د ناستې په پای کې ښاغلي بیګدلي وویل، چې لویه برخه افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت په هکله تسلیت ووایه او د هغوي روح ته یې دعا وکړه.
محترم وزیر وویل، چې په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه پر یوه طرحه هوکړه شوې وه، خو په ایران کې د وروستیو حالاتو له امله نیمګړې پاتې شوه.
محترم وزیر له ایران څخه د افغانانو پر دواطلب ډول راستنېدلو ټېنګار وکړ او وې وویل، ایراني چارواکي دې د افغانانو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.
د ناستې په پای کې د دواړو لوریو لخوا یو لړ شته ستونزو ته د رسیدنې یادونه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت د پوهنتون له ريیس سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت د فاریاب پوهنتون له رییس مولوي محمد محقق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت کې ډبریښنا د انرژۍ د سپما او پوهاوي پروګرام ترسره شو

د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ، د کډوالو او بېرته ستنوونکو چارو وزارت د کنفرانسونو تالار کې د بریښنا د انرژۍ د سپما په اړه د پوهاوې یو ورځننې کانفرانس ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د. . .

بېرته خبرونه ته