د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په کندز کې د اسلامي امارت له څلور تنو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۳
-
 
په دې ناسته کې حاضرو ډلګۍ مشرانو په اسلامي نظام کې خپلو مسوولیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو هیلې پوره شوې او اوس د اسلامي نظام د پاېښت او ولس ته د خدمت هڅې کوي.
د ناستې پر دوام راغلو ډلګۍ مشرانو د کندز د مجاهدینو ځینې وړاندېزونه او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو ډلګۍ مشرانو ته ښه راغلاست وویل او په شل کلنه جهادي دوره کې یې د کندز د مجاهدینو قربانۍ او هڅې د ویاړ وړ وبللې.
محترم وزیر د مجاهدین تر منځ پر یووالي او اطاعت ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اوسنی نظام د مجاهدینو په قربانیو رامنځته راغلي او د حکومت لویه برخه ځوانان دي.
د نوموړي په وینا چې د اسلامي نظام په ساتنه کې د مجاهدینو ونډه خورا مهمه ده او د اسلامي امارت زعیم د اسلامي امارت مجاهدینو ته ډېر پام لري.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د مجاهدینو وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته