د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له څو تنو پانګوالو او سوداګرو سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳
_
 
په دې ناسته کې چې د سوداګرو او پانګوالو پر فعالیتونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوع ګانو خبرې وشوې، راغلو سوداګرو، د پانګونې لپاره اوسني فرصتونه مناسب وبلل او په وینا یې چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د پانګونې کچه لوړه شوې ده او تمه ده، چې دا لړۍ لاپرمختګ ولري.
حاضرینو د سوداګرۍ پر وړاندې بانکي بندیزونه خنډ یاد کړل او غوښتنه یې وکړه، چې اسلامي امارت دې سوداګرو ته د مالیاتو د ورکړې په برخه کې بدیلې لارې او د مالیاتو پر کچه بیا کتنه وکړي.
دغو سوداګرو د خپلو یو شمېر ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام د هڅو په پایله کې کاروبار او سوداګرۍ ته ښه زمینه برابره شوې ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې پانګوالو او سوداګرو ته لاډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د محترم وزیر په وینا، چې ښايي ستونزې وي؛ خو امارتي ادارې د ننګونو او خنډونو د له منځه وړلو مسوولیت لري او په دې برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته