د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبـــیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر ښاغلي محمد سعید العیاش سره وکتل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۴۸
-
په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره پر مرسته کولو او د یو شمېر عام المنفعه پروژو په هکله خبرې وشوې، ښاغلي العیاش د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو د راروانې لړۍ د ښه مدیریت ستاینه وکړه او وې ویل، چې له کډوالو سره ناسم چلند او اجباري ایستلو يې د اسلامي همکاریو سازمان خواشینی کړی دی.
ښاغلي سفیر زیاته کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان له کډوالو سره د مرستو راجلبولو ته کار کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغان مهاجرینو لاس نیوی ته ځانګړی پام وکړي.
نوموړي په افغانستان کې د یاد سازمان لخوا د لاډېرو عام المنفعه پروژو د پلي کېدو په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ او د پروان ولایت د سالنگ ولسوالۍ د سیمه ییزې ادارې او ولس د وړاندېز پر بنسټ د یوه جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات لټوي، چې په یو وخت به د ښځینه وو په ګډون د شمالي ولایتونو د لویې لارې ۳۵۰۰ مسافرو ته د اوداسه او لمانځه سهولت او مناسب ځای ولري.
نوموړي تمه څرګنده کړه، چې د یادې پروژه د عملي چارو د پيل لپاره به هم د نورو هغو پخوانیو په څېر مالي امکانات چمتو شي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر ته ښه راغلاست وویل او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.
محترم وزیر له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو د دایمي ستونزو حل لپاره د مهاجرینو د استوګنیزو ښارګوټو په رغولو ټېنګار وکړ او په دې برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر یو شمېر عام المنفعه پروژو ته په اشارې سره وویل، چې د ولس ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د بازسازي و اجتماعي افغان موسسې سره د ۷ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اشیانه، هماهنګي کمک های بشري، همبستګي و مساعدت افغانستان نوین او توانمندي ماموریت زنان افغانستان موسسو سره د ۹۶۶ زره ۸۶۱ امریکايي ډالرو په ارزښت. . .

بېرته خبرونه ته