د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رئیس عرفان جمال سره وکتل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۲۱:۲۶
_

په دې ناسته کې چې له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر حل خبرې وشوې، ښاغلي عرفان جمال له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او همدارنګه یادونه یې وکړه، چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري هڅه کوي د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره خپلې ژمنې عملي او مرسته وکړي.
نوموړي وویل، چې د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مسوولین له ایراني او پاکستاني لوریو سره په خبرو بوخت دي، څو له هغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راایستلو د بې نظمه پروسي مخنیوی وشي او د یوه منظم پلان له مخې افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.
ښاغلي عرفان جمال د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د درې او څلور اخېزو ناستو د جوړېدو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ټولو اړخونو همکاري اړینه وبلله.

محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رئیس ته د ښه راغلاست پر مهال د نوموړی له هڅو او همکاریو مننه وکړه او له افغان کډوالو سره یې د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وبللې.
محترم وزير یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ناستو پلوی دی او ډاډ یې څرګند کړ چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
هغه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د مرستو په یادولو سره زباته وکړه چې مرستې به مستحقو ته په شفاف ډول ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۰
Background image

په ننګرهار کې تر سلو زیاتو تازه بېځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې

 ننګرهار ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشري تللي پلاوي د روانې جګړې له امله د بېځایه شویو ۱۴۰ کورنیو ارزونه کړې او پر هغوی یې د دغه وزارت. . .

بېرته خبرونه ته