د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۹

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.
د وان مرستیال والي ښاغلي معراج توپل اوغلو او د مهاجرینو عمومي مدیر ښاغلي رفات چتین قیا په وان هوايي ډګر کې د یاد پلاوي هرکلی وکړ. هغوی په یوه رسمي لیدنه کې د افغان کډوالو وضعیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نامنظمې کډوالۍ د کمولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي بنوري د خپل سفر موخې بیان کړې او د یاد ولایت له مرستیال والي یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستونزو په برخه کې له دغه پلاوي او مهاجرینو چارو وزارت سره همکاري وکړي او ښاغلي اوغلو د زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.
وروسته ښاغلي بنوري وویل: محترم شیخ صاحب عالیقدر امیر المومنین حفظه الله هڅه کوي، چې په کور دننه د کار زمینه برابره کړي، تر څو د نامنظمې کډوالۍ مخنیوی وشي.
دغه پلاوي د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه، له شاوخوا ۹۰ کډوالو سر یې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې کډوالو د مېشتغالي له روغتیايي، خوړو، فرهنګي او ورزشي امکاناتو خوښي څرګنده کړه.
په دغې لیدنه کې مطرح شوي موضوعاتو او وړاندیزونه د وان له مسوولینو سره شریک شول او د کډوالو ستونزو ته پر غوره رسېدنې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.
د وان مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

بېرته خبرونه ته