د مهاجرينو چارو وزير د چين سفير سره ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۳:۱۴
-

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په کابل کې د چين سفير ښاغلي وانګ يو سره د غبرګولي په (۲۴) مه په خپله کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ناسته کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو په ستونزو خبرې وشوې او د مهاجرينو چارو وزير د لومړنيو مرستو خوراکي او غير خوراکي توکو، سرپناه جوړولو او د روغتيايي وسايلو غوښتونکی شو.
د چين سفير ښاغلي وانګ يو د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ ويې ويل، چې د يو دوست هېواد په توګه له افغانستان سره په اقتصادي، سياسي او ټولنيزو برخو کې همکاري کوو او هڅه به وکړو، چې په افغانستان کې له راستنېدونکو کورنيو ژر تر ژره لومړنۍ مرستې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته