د مهاجرينو چارو وزير د ايران سفير سره ليدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۹:۸
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني  په افغانستان کې د ايرن د سفير حسن کاظمي قمي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ښاغلي حقاني د ايران د سفير څخه مننه وکړه  او له هغه څخه يې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو سره د نېکې رويه،  دحج د مراسمو پرمهال د افغانانو تګ راتګ، د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې  د وژل شوو افغانانو د جسدونو د لېږد  په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم شتون درلود او د ايران د سفير څخه يې غوښتنه وکړه، چې په تېرو ناستو کې چې د افغان مهاجرينو په اړه کومې هوکړې شوي، عملي کړي.
د ايران سفير حسن کاظمي قمي د موضوع اړند خبرې وکړې ويې ويل، موږ د افغان مهاجرينو سره  ښې اړېکې لرو او تل هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې لا نږدې کړو او په هغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو  شته ستونزې به د اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

مهاجرینو وزارت له یوې موسسې سره د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اړمنو کورنیو د ملاتړ او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هماهنګي کمک های انساني موسسې تر منځ د ۸۴۷ زره ۷۴۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

بېرته خبرونه ته