د مهاجرينو چارو وزير: اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو خويندو او ورونو ته د کار زمينه برابره کړي
دغه خبره د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په کابل کې (۴۰۰) مستحقو ميرمنو ته د ښځو موسسې له لورې د خوراکي توکو د وېش پرمهال وکړه.
حقاني د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې د اخلاص او شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او له مرستندويه بنسټونو څخه يې غوښتنه وکړ، چې د سروې او د مرستو د وېش چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره په هوکړې او همغږۍ په شفاف ډول ترسره شي ترڅو مرستې اړمنو کورنيو ته ورسي.
هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت چارواکي هڅې کوي او ژمن دي، چې خپلو خويندو او ورونو ته د کار زمينه برابره کړي ترڅو پر ځان بسيا او د مرستو مختاج نه وي.
همدارنګه د کابل ولايت د مهاجرينو چارو رئيس د ننيو مرستو د وېش او روڼتيا په اړه معلومات ورکړل .
د ښځو لپاره د ښځو موسسې رئيس د مرستو د وېش د دوام په ژمنه وکړه.
په ننيو وېشل شوو مرستو کې شپږ قلمه خوراکي توکي شامل ول.