د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو په هېواد کې د نيالګيو په اېښودلو او شنه کولو ټينګار وکړ
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني، مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د وزارت په انګړ کې د نيالګيو د اېښودولو په مراسمو کې شتون درلود او د نيالګيو په اېښودلو او شنه کولو يې ټينګا روکړ.
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستيال په خپل پېغام کې وويل، په تېرو څلور لسيزو کې جګړو او نا امنيو د ودانيو د ويجاړېدو ترڅنګ په کرنې، ځنګلونو او د هېواد په سمسورتيا هم منفي اغېز کړی؛ چې اوس هر افغان مسؤليت لري، چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي او د عام المنفعه تاسيساتو ترڅنګ د کرنې، نيالګيو اېښودلو او سمسورتيا په برخه کې هڅې وکړي.
د مهاجرينو چارو وزير چهارشنبه د کب په ( ۱۷) مه په دې مراسموکې چې د نوي (۱۴۰۲) کال او پسرلي د رارسېدو په مناسبت په ټولو ادارو کې پلي کېږي ټينګار وکړ، چې د هېواد د لا سمسورتيا په خاطر بايد د وزارت په بېلابېلو ساحو، ولايتي رياستونو او امريتونو او د مهاجرينو په ښارګوټو کې نيالګي کېنول شي او د وزارت مسؤلين يې بايد په جدي توګه ساتنه وکړي.