د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو د چارو ادارې د پلاوي سره ناسته وکړه
د چارو ادارې د پالېسۍ او څارنې ریاست د مرستیال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ د چارو ادارې پلاوي د مهاجرينو چارو وزارت چارواکو سره لیدنه او ناسته ترسره کړه.
ناسته د مهاجرينوچارو وزارت د مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په کاري دفتر کې د مهاجرينوچارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، د ماليې وزارت سرپرست مولوي ناصر اخند، د افغانستان بانک رئيس مولوي هدايت الله بدري، د ښار جوړونې وزير مولوي حمد الله نعماني،د پلټنې عالي ادارې مرستيال مولوي عزت الله او د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستيال مولوي عبدالقاهر ادريس په ګډون ترسره او د مالي مسايلو او لګښتونو په اړه پکې خبرې وشوې.