د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال د فراه ولایت د والي سره وکتل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۰
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فراه ولایت له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دې کتنه کې له مسلکي مرستیال سره د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خیل ستانکزی د فراه ولايت د مهاجرينو چارو سرپرست او د وزارت د تخنيکي ټيم غړي هم مل وو، چې د مهاجرينو د ستونزو د حل او په دغه ولایت کې د داخلي بېځایه شویو په اړه خبرې پکې وشوې.
په دې کتنه کې د فراه والي ښاغلي راشد ته د راستنېدونکو، بېځایه شویو د ستونزو د حل په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د بازسازي و اجتماعي افغان موسسې سره د ۷ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اشیانه، هماهنګي کمک های بشري، همبستګي و مساعدت افغانستان نوین او توانمندي ماموریت زنان افغانستان موسسو سره د ۹۶۶ زره ۸۶۱ امریکايي ډالرو په ارزښت. . .

بېرته خبرونه ته