د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د ترکيې له سفير سره ليدنه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۵:۴۰
----------

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکيې سفير ښاغلي جهاد ارګين آی سره ليدنه وکړه او په ترکيې کې يې د افغان مهاجر پر وضعيت خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې چې  د مرغومي په (۲۸) مه نېټه ترسره شوه، ښاغلي راشد ټينګار وکړ، چې په ترکيې کې بايد افغان مهاجرين ونه ځورل شي، دوی ته د  سفر  استوګنې  قانوني زمينه برابره شي، چې په دې سره به د غير قانوني مهاجرت  مخه راکمه شي،چې دا د دواړو هېوادونو د اړېکو په ښه  کېدو کې اغزمن ثابتېدای شي.

هغه د ترکيې هېواد څخه غوښتنه وکړه، چې هغو بېځايه شوو سره چې په سږني ژمي کې د سړې هوا له امله زيانمن شوي، لا زياتې مرستې ترسره کړي.

د ترکيې سفير يادونه وکړه، چې د هغو کسانو لپاره کومه ستونزه نه شته، چې په قانوني توګه ترکيې ته ځي،خو  تر ټولو ډېرې ستونزې او ننګونې د هغو کسانو لپاره شته چې غواړي په غير قانوني توګه ترکيې ته لاړ شي.

هغه وويل، راتلونکې اونۍ به د دغه هېواد د بشري مرستو (۶۰۰) ټنه محموله مواد افغانستان ته را ورسېږي، چې د مهاجرينو چارو وزارت او ترکيې د سرې مياشتې په همکارۍ به پر اړمنو او مستحقو کورنيو ووېشل شي او دا مرستې به په راتلونکې کې لانورې هم زياتې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۳۷
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر ښاغلي تورهان صالح سره وکتل.
په دغې ناسته کې. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

بېرته خبرونه ته