د مهاجرينو چارو وزارت د (۱۴۰۲) کال د پلان د نهايي کولو په موخه ناسته تر سره کړه
د مهاجرينو چارو وزارت د (۱۴۰۲) کال د پلان د نهايي کولو ناسته، د مرستيالانو، مرکزي رئيسانو او کار کوونکونکو په ګډون د وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د ناستې په لومړي سر کې د مهاجرينوچارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د پلان د جوړولو، د هغه د اهميت او د ادارې په راتلونکو کارونوکې د پلان د رول په اړه خبرې وکړې او د ناستې د ګډنوالو څخه يې غوښته وکړه،کوم پلان چې د پلان او پالېسۍ رياست له لورې جوړ شوی په اړه يې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي، ترڅو د نوي کال پلان وروستی او د وزارت د ټولو څانګو له خوا تائيد او د قناعت وړ وګرځي او د چارو ادارې سره يې شريک کړي.