د مهاجرينو چارو وزارت د هغه بېځايه شوو نه ملاتړ کوي، چې غواړي خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۴:۱۵
-

دغه خبره د مهاجرينو چارو وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد د تلې په ۸ مه په کابل کې د بېځايه شوو د کمپونو له استازو سره په ناسته کې وکړه.

په ناسته کې د هغه کمپونو د خالي کولو په اړه هم خبرې وشوې، چې په دولتي ځمکو کې جوړ شوي او د يادو کمپونو استازو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزې د مهاجرينو چارو وزارت سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د همکاريو غوښتنه وکړه.

مولوي شېرزاد دوی ته ډاډ ورکړ، چې د مهاجرينو چارو وزارت هڅه کوي چې له هر مستحق کس او هرې کورنۍ سره چې غواړي  خپلو اصلي سيمو ته ستنې شي د مرستو ترڅنګ ورسره د کاري زمينې د برابرولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې په هېواد کې ۳۰۰ زره داخلي بېځايه شوي کسان شته، چې د امنيت په تامين او د شرايط په ښه کېدو سره بايد بېځايه شوي کسان بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي او د مهاجرينو چارو وزارت د هغوی په خپله خوښه ستنېدو څخه ملاتړ کوي او ورسره لازمې مرستې کوي، ترڅو خپلو اصلي سموته ورسي.

د بېځايه شوو استازو د مهاجرينو چارو وزارت د همکاريو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته