د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس معرفي شو
شيخ عبدالرحمن رحماني د رياست الوزرا د ( ۲۵/۲/۱۴۴۴) کال د ( ۵۳۴) ګڼه فرمان پر بنسټ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ د رئيس په توګه د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کي دوشنبه د تلې په (۴) مه د وزارت کارکونکو ته ورمعرفي شو او رسماً يې پر کارپيل وکړ.
په يادو مراسموکې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د مرستو د همغږۍ رئيس ته د ښې روغتيا او په کارونو کې د برياليتوب هيله وکړه او زياته يې کړه چي دغه رياست د مرستندويه بنسټونو له خوا د مرستو د راجلبولو مسؤليت لري او دا مسؤليت د شيخ عبدالرحمن په څېر د وړشخصيت لرونکي شخص کار دی چې پرمخ يې يوسي.
همدارنګه مالي او اداري مرستيال ښاغلی رحماني د هېواد په کچه يو علمي شخصيت وباله او په تېرو څو کلونو کې يې مجاهدينو او مهاجرينو ته د هغه خدمتونه د ستايلو وړ وبلل.