د مهاجرينو چارو وزارت د مخکيني سلاکار د مړيني په مناسبت د قرآن کریم ختم او فاتحه ترسره شوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مخکيني سلاکار او د څارنې او ارزونې رئيس قاري محمود شاه د مړيني په مناسبت د دغه وزارت د مشر تابه او کار کوونکو له لورې د قرانکرايم ختم او فاتحه ترسره شوه.
د فاتحي د مراسمو په لومړي سر کې، د قرآنکريم ختم او ورپسې د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د مرحوم قاري صاحب محمود شاه د پوهې، د جهادي سابقې، هجرت او د مجاهدينو او مهاجرينو په اړه د هغه د خدمتونو په اړه خبرې وکړې او د لوی خدای له درباره يې ورته د جنت الفردوس غوښتنه وکړه.
همدارنګه د وزارت ستر سلاکار مفتي محمود ذاکري د مرحوم قاري صاحب محمود شاه د نېکمرغۍ او د مهاجرينو په چاروکې د هغه هلو ځلو په اړه خبرې وکړې او د مرحوم مړينه يې يوه ستره ضايع وبلله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال ښاغلي لطف الله خير خواه، د مهاجرينو چارو وزارت د مشر تابه، چارواکو او کار کوونکو د خواخوږۍ څخه مننه وکړه او د جهاد په دوران کې يې د مرحوم قاري صاحب د ترسره شوو فعاليتونو، په پاکستان کې د مهاجرينو په برخه کې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، وفادارۍ او د هغه هيلو په اړه چې هغه لرلې معلومات ورکړل.
د فاتحې مراسم د مرحوم روح ته د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدل.