د مهاجرينو چارو وزارت او (RRDPO) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
د مهاجرينو چارو وزارت او د کليو بيا رغونې او پراختيا پروګرام (RRDPO) موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د ياد هوکړه ليک مالي لګښت ( ۸۷) زره او ( ۵۳۱) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې ( ۱۸۶۸) اړمنو کورنيو سره په کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کې نغدي او د خوراکي توکو په برخه کې مرستې کوي.
ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادې موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شو.