د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه
د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.
په ناسته کې يوشمېر مرکزي رئيسانو د خپلو کړنو راپورنه وړاندې کړل،چې په تېرې ناستې کې ورته دنده سپارل شوې وه، ورپسې د مهاجرینو چارو وزیر د روان کال د پروګرامونو د پلي کېدو د چټکتیا او په راتلونکي کال کې په بېلابېلو څانګو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لا ښه چمتووالي په اړه خبرې وکړې او یو شمېر ریاستونو ته یې ځانګړې لارښوونې وکړې.
د وزارت د کارکوونکو تشکیل او د (۱۴۰۲) کال بودیجه هغه موضوعات وو، چې پرې خبرې وشوې او په هره برخه کې يې مسؤلينو خپل نظرونه وړاندې کړل.