د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته ترسره شوه
د مهاجرينو چارو وزارت اونيزه اداري ناسته د الحاج خليل الرحمن حق اني په مشرۍ ترسره شوه.
په ناسته کې د يوشمېر مرکزي رئيسانو د اداري کړنو راپورنه وارزول شول او د چارو د لا ښه والي په موخه ورته د مهاجرينو چارو وزير له لورې لازمې لارښوونې وشوې.
همدارنګه په ناسته کې د مرکزي رياستونو د پلانونو او وړانديزونو په اړه خبرې وشوې او د(PPA 2023) پروژې په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
په ناسته کې د دوزارت د کا رکوونکو د تشکيل او د (۱۴۰۲) مالي کال د بوديجې طرحه هغه موضوعات وو، چې په هره برخه کې يې مسؤلينو خپل نظرونه وړاندې کړل.