د مهاجرينو چارو وزارت د اکتېد او هيات ناروې مؤسسې سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل
د مهاجرينو چارو وزارت د اکتېد او هيات ناورې مؤسسې تر منځ له ۵ ميليونو څخه د ډېرو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې اکتېد مؤسسه به په ننګرهار، بلخ او هرات ولايتونو کې اړمنو کورنيو ته ۳ميلونه، ۲۸۸ زره او ۳۸ ډالر او د هيات ناورې مؤسسه به په ذکر شوو ولايتونو بغير ، هرات ولايت کې ۲ ميلونه، ۵۸۹ زره او ۶۸۲ ډالر وېشي، چې ټولې ۴ زره او ۱۸۰ کورنۍ کېږي.
دغه هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او يادو مؤسسو د استازو تر منځ لاسليک شو.