د مهاجرينو وزير د لوګر ولايت د والي او سپين ګيرو سره ليدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۲۱
________

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د وږي په (۱۹) مه د لوګر ولايت د والي مولوي عنايت الله شجاع او د خوښۍ  ولسوالۍ د سپين ګيرو سره ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې، چې د لوګر ولايت مقام کې ترسره شوه، د مهاجرينو وزير او د لوګر ولايت والي په دغه ولايت کې د وروستيو سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو په ډېروالي خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني په بېلابېلو برخوکې له زيانمنو شوو سره د مهاجرينو وزارت د مرستو او همکاريو د دوام په اړه ډاډ ورکړاو ټينګار يې وکړ، چې مرستې به په شفافه او عادلانه توګه ټولو مستحقو کورنيو ته ورسېږي.

د لوګر ولايت  والي له سېلاب ځپلو سره د مهاجرينو وزارت له مرستو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د سېلاب ځپلو کورنيو سره د لازياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د مهاجرينو وزير د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ د يوشمېر مخورو  او سپين ګيرو سره په خبرو کې  دهغوی ستونزې، نظرونه او وړانديزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه، چې د دوی غوښتنې او وړانديزونه به د اسلامي امارت له چارواکو سره شريک کړي.

د مهاجرينو  او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د سفر په جريان کې د چرخ ولسوالۍ څخه هم ليدنه وکړه او د شهيدانو (۱۰۰) کورنيو سره يې د  خوراکي توکو او سل زره افغانيو نغدي مرسته وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته