د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال د چين سيکا موسسې له مرستيال سره وکتل!

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۱۸:۱۳
.........
 
د مهاجرينو او راستندونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي شنبه دلیندۍ په (٦) مه د چين له سيکا موسسې مرستيال پينګ پينګ هو ايوب سره وکتل.
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د کډوالو او داخلي بېځايه شوو په ستونزو،د مرستو په زياتوالي او په دې برخه کې د مهاجرينو وزارت سره په لا ښې همغږۍ او همکارۍ بحث او خبرې وشوې.
دغه راز د يادې موسسې مرستيال په کابل کې د مهاجرينو او داخلي بېځايه شوو لپاره د يو باب ښوونځي او يو باب دارالايتام د جوړلو او يو شمېر ژمنيو توکو د مرستې کولو ژمنه هم وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي پلاوي د وزارت مالي او اداري مرستیال سره وکتل

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د داخلي او بهرنیو مرستو د د تفتیش ریاست له ټاکل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په اېران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.  
ښاغلي سفیر په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پنځلسمه اونیزه اداري ناسته د وزارت وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ، د مالي او اداري مرستیال، مرکزي رییسانو او آمرانو په شتون کې وشوه.
ناسته د. . .

بېرته خبرونه ته