د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير د مرواريد افغان د مرمرينو ډبرو د پروسس فابريکې څخه ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرواريد افغان د مرمرينو ډبر د پروسس فابريکې څخه ليدنه وکړه، د هغوي هڅې يې د هيواد د صنعت، سوداګرۍ او کاري زمينې برابرولو په برخه کې وستايلې، شته ستونزې يې واوریدې او د حل په موخه يې همکارۍ ډاډ ورکړ.