د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رئيس د IOM دفتر له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۲۰:۲
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رئيس الحاج قاري محمد اجمل د IOM ادارې له استازو سره په بيلابيلو مسائلو خبرې وکړې.
دواړو لوريو راستنېدونکو لپاره د باعزته ليږد، ټرانسپورټي اسانتياوو، په کابل هواي ډګر کې د مرکز فعالولو، د شته ستونزو د هواري لپاره د تخنيکي کميټې د جوړولو، د سياسي ستونزو څخه د کارونو د لرې والي، د هوکړه ليک رامنځته کول، د انساني مرستو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او نور اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شريک کړل.
په پای کې دواړو لوريو په دې برخه کې يو بل ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته