د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير د يونسيار د بهرنيو اړيکو او مرستو د همغږۍ رئيسې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۴:۲۴
---

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ربيع الثاني په ۶ مه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د يونسيار د بهرنيو اړيکو او مرستو د همغږۍ  رئيسې اغلې ډومينکو هايټ سره ليدنه ترسره کړه.

په پيل کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير نوموړې ته ښه راغلاست ووايه او د هغوي د راتګ څخه يې مننه وکړه، او ترڅنګ هغوی سره د کورني بېځايه شوو، راستنېدونکو، په زوره د راويستل شوو کډوالو، په پاکستان او ايران هيوادونو کې د خوشې شوو زندانيانو په راستنېدنې، ورته د لومړنيو اسانتياوو په برابرولو، د کورنيو بېځايه شوو خپلو سيمو ته د ستنولو، د مرستو د ويش په روڼتيا، د چارو په همغږۍ، د ا،ا،ا، د پاليسۍ مطابق د پاليسو په جوړونې، د پار سايټونو په زياتوالي، د کار په بدل کې د مرستو د ورکړي په لارو چارو، د داخلي بېځايه شوو په اړه د کره معلوماتو په راټولولو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو غونډو او PPA تړون ليک په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.

وروسته اغلې هايټ هيواد ته په راتلو خوښې څرګنده کړه او ترڅنګ يې وويل چې يونسيار په لوړه کچه هڅه کوي، چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ په هيواد کې راستنېدونکو،کورنيو بيځايه شوو او د هيواد څخه دباندې افغان کډوالو ته اړينې، ښوونيزې، روغتيايي،کاري، نقدي مرستو او... اسانتياوې، برابرې کړي.

نوموړې پلرنيو سيمو ته د کورنيو بېځايه شوو د ستنېدنې په اړه خوښې څرګنده کړه او دا يې لاسته راوړنه وبلل او ترڅنګ يې ژمنه وکړه چې د پروژو په پلي کولو کې به د هر رنګه فساد مخه نيسي، او هڅه کوي چې د کار په بدل کې د مرستو د ورکړې پروګرامونه پرمخ يووسي.

​

-

​

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

بېرته خبرونه ته