د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو وزرات معین هرات ولایت ته سفر وکړ.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۸:۲۳
_________
د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت معین الحاج محمد ارسلا خان خروټي د روان کال د جوزا میاشتې پر(٧) اوومه هرات ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې د هرات ولایت له والي نور احمد "اسلام جار" سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د هرات ولایت والي د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت معین او ور سره پلاوې ته ښه راغلاست وويل.
همدارنګه يې زیاته کړه: چې زه د خلکو خادم یم او د هیواد د خدمت لپاره به په راتلونکې کې نور هم کار کوم.
په ورته مهال کې د مهاجرينو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت معین ددې ولایت له والي څخه مننه وکړه. او همدارنګه نوموړي زیاته کړه: چې د افغانستان اسلامي امارت له اړمنو او مستحقو خلکو سره د مرستې په برخه کې صادقانه کار کړى او د تل په څير به د مهاجرينو او بې وزلو سره مرستې کوي.
د غونډې په پای کې د مهاجرينو چارو وزارت معین ښاغلي خروټي او د هرات د والي تر منځ د(زماني بنسټ) لخوا د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د جامو د مرستې سندونه لاسلیک کړل.
وروسته له دې يې په یوه خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت معین خروټي ددې بنسټ څخه د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د هرات ولایت ګمرک ته ولاړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته