د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د وزارت د دفتر ریاست رییس سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۲۲:۳۹
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر ریاست رییس الحاج قاري محمد اجمل ویاړ د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیال ښاغلي محمد سوبیر محمد ابراهیم سره وکتل.
په دې کتنه کې د وزارت ځینو رییسانو هم ګډون درلود، چې په راتلونکي کې په سویل ختيځ زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د فعالیتونو د ځنډولو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي ویاړ په دې اړه د نور وضاحت غوښتنه وکړه او له وزارت سره د هغوی د راتلونکي کال د پلانونو د شریکولو غوښتنه یې هم څرګنده کړه.
د وزارت د مقام د دفتر رييس پوهنې وزارت ته د جوړو شويو ښوونځيو د سپارلو په برخه کې د دغې ادارې پر همکارۍ ټينګار وکړ.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي د کمېشنرۍ د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: تاسې د افغانستان حالت او وضعیت ته په کتو د مهاجرینو لپاره خپلو فعالیتونو کې زیاتوالی راولئ.
د کمېشنرۍ مرستيال په راتلونکي کال کې د بوديجې ستونزه د جنوب ختيځ زون د استازولۍ د فعالیتونو د ځنډ لامل وګڼله او زياته يې کړه: د کمېشنرۍ ډېر پام په جبري توګه راستنېدونکو ته دی.
نوموړي په راتلونکي کې د سویل ختیځ زون د استازولۍ د فعالیتونو د نه ځنډولو په برخه کې د کمېشنرۍ د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت له درې تنو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د معلوماتو او احصائې ملي ادارې معین، د ترانسپورت او هوايي چلند او د شیهدانو او معلولینو چارو وزارتونو معینانو حضور درلود، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او ولس ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د بازسازي و اجتماعي افغان موسسې سره د ۷ زره ۶۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د هوکړه لیک له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اشیانه، هماهنګي کمک های بشري، همبستګي و مساعدت افغانستان نوین او توانمندي ماموریت زنان افغانستان موسسو سره د ۹۶۶ زره ۸۶۱ امریکايي ډالرو په ارزښت. . .

بېرته خبرونه ته