د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۸:۴۴
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب مشرې میرمن شوکو شیموزاوا او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په ناسته کې آغلې شیموزاوا، چې تازه له پاکستان نه راغلې وه، ددغه هېواد د سفر جزیات له وزیر صیب سره شریک کړل، نوموړې وویل: مونږ په پاکستان کې د کورنیو، بهرنیو او سفران له وزارتونو سره ناستې وکړې، د مهاجرینو ستونزې او مشکلات مو ورسره شریک کړل او غوښتنه مو وکړه، چې د مهاجرینو کارتونه تمدید او ورسره په چلند کې له نرمښت کار واخستل شي

د مهاجرینو چارو وزیر وویل: په تېر یوه کال کې له یو میلیون زیات مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او د خدای په مرسته اسلامي امارت توانېدلی، چې ټول په ابرو او عزت سره خپلو سیمو ته ورسوي او لازمې مرستې ورته برابرې کړي، که نړیوالې ادارې خپلې مرستې په سمه توګه ورسوي، هیڅوک به بې سرپناه او بې سرنوشته پاتې نشي
نوموړي په کارونو کې په همغږۍ او تفاهم ټینګار وکړ او دا چې کارونه باید د اسلامي امارت له اصولو او مقرراتو سم ترسره شي

مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل، دا چې له مهاجرینو سره د پاکستان حکومت له لورې نا انصافي وشوه، دلته باید دوی سره نا انصافي ونشي او ټول راستانه شوي، راجستر او غیر راجستر مهاجرین یو ډول حقوق ترلاسه کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۱۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې تر ۳۰۰ زرو زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له هیات ناروې نړۍوالې موسسې سره د ۳۱۰ زره ۸۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړه‌لیک له مخې، دغه پیسې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان او څو تنو استادانو سره وکتل.

په دې ناسته کې، چې د جهادي مدرسو د فعالیت او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي شیخ طالب جان وویل: جهادي مدرسې توانېدلې، چې په لنډه موده کې ښه پرمختګونه وکړي او ځوانانو ته تر لوړې کچې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا او خوست د ځینو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلیو قومي مخورو او مشرانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له همکاریو په مننې وویل، چې د اسلامي امارت له لوري د ولس وړاندیزونه ته د رسېدنې له امله د خلکو ځینې ستونزې هوارې شوې دي او. . .

بېرته خبرونه ته