د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمېشنر کندهار او ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۶
ــــــــ
پرون چهارشنبه د کب په (۲۵) مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د عالي کمېشنر فلیپوګراندي او د وزارت څخه د ورغلو استازو، کندهار او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو ریاستونو څخه لیدنه وکړه.
د کندهار او ننګرهار ولایتونو د کډوالو چارو د رئیسانو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي وویل، چې کندهار او ننګرهار ته یې د سفر موخه له د اخلي بېځايه شوو سره د مرستو او د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو لوریو ترمېنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې د بېځایه شویو او اړمنو د اړتیاوو د حل په موخه پراختیایي پروګرامونو او د ګډو همکاریو په برخه کې به لازمې مرستې وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته