د مسلکي چارو مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له سرپرست سره لیدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۲۰:۳۰
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د خوړو د نړیوال سازمان له سرپرست او مرستیال ښاغلي هارالډ منهارت او ورسره راغلي پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل

په دې لیدنه کې چې د مرکزي وزارت يو شمېر مسوولينو او چارواکو هم ګډون درلود، د مهاجرینو د ستونزو، د هغوی د پیژندګلوۍ په بهیر کې د یاد بنسټ د ملاتړ او فعالیتونو او د اسلامي شورا د تګلارې په اړه بحث او څرګندونې وشوې.

د مسلکي چارو وزير هېواد ته د اړمنو راستنېدونکو لپاره د يادې ادارې له لوري د ترسره شويو مرستو قدرداني وکړه

ښاغلي منهارت د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل: زموږ سرچینې محدودې دي، موږ هڅه کوو چې په شته منابعو له زیانمنو او اړمنو خلکو سره مرسته وکړو او په دې برخه کې د وزارت د همکارۍ غوښتونکي یو

ښاغلي راشد وویل: زیات شمېر افغان مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي او دوی بشري مرستو ته اړتیا لري نوموړي د خوړو نړيوال سازمان د همکارۍ غوښتنه څرګنده کړه او هغوی ته یې د ولايتي ادارو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مسلکي چارو مرستیال له هغو کسانو سره چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیداکولو لپاره یې نورو ته لاس نېول پیل کړي، د همکارۍ غوښتنه وکړه

د داخلي بې ځایه شویو  وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شېرزاد وویل: لکه څنګه چې تاسو خبر یاست د بېلابېلو پېښو له امله ډېر خلک بې ځایه شوي دي، د امارت او وزارت دنده دا ده چې دوی بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شي. د دوی لپاره د خوراکي توکو مرستې چمتو کولو په اړه ستاسو پاملرنه اړینه ده.

 نوموړي د ننګرهار ولايت د کانال په ځمکو کې د مېشتو بې ځايه شويو کسانو په اړه هم يادونه وکړه او د يادې ادارې د همکارۍ غوښتنه هم څرګنده کړه.

د وزارت د دايمي حل لارو تثبیت رییس مولوي شمل خان مصلح زياته کړه؛ د بېځايه شويو د ستونزو د هواري لپاره بايد لازم اقدامات وشي، چې پر ځان بسيا شي او له نړيوالې ټولنې سره خبرې وکړئ، چې له بشري مرسته له سیاسي مسایلو سره و نه تړي.

ښاغلي مینهارت وویل، موږ له زیانمنو خلکو سره مرسته کوو، د مهاجرت له نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره همکار یو او له راستنېدونکو سره مرستو ته دوام ورکوو.

هغه وویل: موږ به له خپلو شریکانو سره د دایمي حل د موندلو په اړه خبرې وکړو او د اوږدمهاله مرستو، حرفوي زده کړو او د اقلیم د بدلون مسایل به په خپله راتلونکې تګلاره کې په پام کې ونیسو.

د بیړنیو مرستو د سازمان مشر سټوارټ وارډ کینټ وویل: موږ به د راستنیدونکو د شمیر د زیاتوالي په پام کې نیولو سره په پولو  کې مرستې ته دوام ورکړو، موږ به د هغې ظرفیت لوړ کړو، د محدودو سرچینو له امله به د مسلو په اړه همغږي وکړو او موږ په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو یو همغږي د حکومتي چارواکو په لارښوونو ولاړه ده.

د کابل د مهاجرینو چارو رییس قاري احمدالله هاشمي هم چې په ناسته کې یې حضور درلود له مهاجرینو سره د مرستو د بهیر د چټکتیا غوښتنه څرګنده کړه.

دواړو لورو د مستحقینو د تثبیت په موخه د تخنیکي ټیمونو پر جوړولو او په راتلونکي کې پر لا همغږۍ همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت، د هسکې مېنې ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

 
د ناستې په پيل کې د هسکې مېنې قومي مخورو د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو له امله مننه کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام لخوا د ننګرهار د ولسونو ګڼو غوښتنو ته رسېدنه. . .

بېرته خبرونه ته