د لغمان والي کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير سره وليدل

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۴:۴۹
23

د لغمان والي رحمت الله يارمل شنبه د تلې په ۵مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور رحمن اخلاقي سره ليدنه وکړه او ددغه ولايت د بېځايه شوو او راستنېدونکو پر وضيعت يې خبرې وکړې.

کډوالو وزارت سرپرست وزير په دغه ليدنه کې راستنېدونکو او بېځايه شوو وضعيت ته د رسيدو په  په برخه کې وويل، د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د مديريت په برخه کې د وزارت او ولايتونو ترمنځ ګډ کار شتون لري، چې همغږۍ او غور بحث کولو  او کار کولو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په لغمان کې د ۳۹۰۰ په شاوخواکې  بېځايه شوي چې له ډلې يې زر کورنۍ په روان کال کې بېځايه شوي دي.

د لغمان والي د دغه وزارت د کډوالو چارو رياست د ښو کارونو يادونه وکړه، او د بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د ښه پاملرنې ژمنه وکړه ويې ويل، اړينه ده چې  راستنېدونکو ته د ځمکې وېشلو پروسه اسانه کړي ترڅو دغصب مخنيوی وشي.

په ورته وخت کې ښاغلي اخلاقي ډاډ ورکړ چې د حقوقي ملاتړ په برخه کې کارکوي ترڅو د ځمکې دوېش پروسه هغه کسانو ته اسانه کړي چې اسنادونه يې طی مراحل کېږي.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير ټينګار وکړ چې په نوي مالي کال کې به د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست ودانۍ په کاري پلان کې شامله کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌ العابدین عابد سره وکتل.

 په دې ناسته کې چې په نورستان کې د راستنو شویو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي زین العابدین عابد د کډوالو چارو له محترم وزیر څخه د نورستان د کډوالو او راستنو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

بېرته خبرونه ته