د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د دفترونو لپاره د دفتري وسایلو، ایرکنډېشن، د اوبو کولر او یخچال د برابرولو او تدارک قرارداد د حامد یما تجارتي شرکت ته، چې د (0101-17257) جواز لرونکی او د دهن چمن حضوري سیمې په ولید مارکېټ کې موقعیت لري، د ۶۱۱زره او ۵۴۰افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي وګړي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر پینځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یو ځای په لیکلي ډول، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو امریت ته، چې د واصل اباد په سیمه کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او تر هغه وخته، چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني پړاوونه طی مراحل نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.
