د فکري جګړې مقابله په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره وکړئ

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۳
=
د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د نورالمدارس مدرسې په فراغت غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني وویل: کفارو په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې فکري جګړې ته مخه کړې، مونږ د دغه جګړې مقابله یوازې په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتیا سره کولی شو.
ښاغلي حقاني د قرآن کریم د حفظ اهمیت ته په اشارې وویل: مونږ به په زندان کې د قرانکریم نسخې د نشتون پرمهال ډېرځله ارزو درلوده، چې کاش قرآن مو په یادو زده وای.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ولسونو پر اتفاق او یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، ټول دیني، قومي او ټولنیز مناسبات له علماوو، مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړئ او دیني مدارس باید د خلکو د اتفاق نکته وي.
ښاغلي حقاني له قومونو وغوښتل، چې د خلکو په تشو او بې مانا شعارونو خطا نشي او د هر چا د ملاتړ لپاره اسلامي شریعت معیار وګرځوي؛ ځکه امنیت او د انسانیت ټول حقوق په اسلامي شریعت کې خوندي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته