د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم او دعا وشوه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په دې اړه خبرې وکړې او د هغه شخصیت، رهبري او خدمتونه یې په نیکۍ سره یاد کړل.
محترم راشد وویل: شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله یو مدبر، پوه شخصیت او د یوې خاصې ځانګړنې څښتن وو، چې په ډېرو حساسو حالاتو کې یې د اسلامي امارت رهبرۍ ته اوږه ورکړه.
د هغه پر خبره، په هغه وخت کې چې د اسلامي امارت پر وړاندې د غربي هېوادونو یرغل روان و، نوموړی وتوانېده، چې په ډېر ښه مدیریت سره د اسلامي امارت صفونه منظم او وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
نوموړي څرګنده کړه، چې شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور په رهبرۍ، د مجاهدینو په ساتنه او سمبالولو کې ځانګړی رول درلود.
دغه مراسم د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله او ټولو شهیدانو ته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو. . .

بېرته خبرونه ته