د سپين بولدک له لارې په ۱۵ ورځو کې له ۷۳ زرو زيات اجباري راستنېدونکي هېواد ته راستانه شوي
د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي عالي کميسېون د وياند بلا کريمي د معلوماتو پربنسټ د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه ۱۲ زره او ۴۳۰ کورنۍ، چې ۷۳زره او ۲۰۸ تنه کېږي د روان ميلادي کال د نومبر د لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې هېواد ته راستانه شوي دي.
کريمي زياته کړه، چې ياد راستنېدونکي په سپين بولدک کې د ګمارل شوې کمېټې له بشري خدمتونو څخه برخمن شوي.