د سلګونو حج غوښتونکو مهاجرینو پچه اچونه ترسره شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۲۶
_

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ایران، پاکستان او نورو لویدیځو هېوادونو کې د مېشتو ۵۰۰ تنو مهاجرینو چې د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره یې نوملیکنه کړې وه، پچه اچونه ترسره شوه.

د پچې اچونې پروګرام د وزارت د غونډو په تالار کې د مهاجرینو چارو وزارت د مالي او اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د چارو عمومي ادارې او د ارشاد او حج و اقافو وزارت د استازو په شتون کې ترسره شو.

د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني وویل: خوښ یم، چې نن د یو داسې لوی برکتي پروګرام ګډونوال یو، چې پکې د حج د فریضې د ترسره کولو د نیت لرونکو مهاجرینو پچه اچونه ترسره کېږي.

ښاغلي فاني زیاته کړه: حج د الله تعالی یو بېساری عبادت او تر ټولو غوره راټولېدنه ده.
حج لویه فریضه او د الله تعالی سپېڅلی امر دی، چې بې شمېره برکتونه او د انسان د ژوند په جوړولو کې مهم او برلاسی نقش لري.

د وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
حج ته تلل نیکمرغي ده. د الله تعالی شکر کاږو، چې موږ ته یې دا فرصت راکړ، چې د مظلومو مهاجرینو لپاره د حج د فریضې د ترسره کولو پچه اچونه ترسره کړو.
ښاغلي راشد وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره دا زمینه برابره شوه او سلګونه تنه مهاجر ورونه د حج لپاره بیت الله شریف ته لاړل او الله دې موږ ته توفیق راکړي چې مهاجرینو ته په اخلاص او رښتینولۍ لا نور خدمتونه هم وکړو.

د اتشو د همغږۍ رییس مولوي احمدالله احمدي هم د موضوع په اړه خبرې وکړې. د پروګرام ګډونوالو ته یې د حاجیانو د برخې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:
له ۶ زره حج غوښتونکو مهاجرینو څخه نن د ۵۰۰ تنو پچه اچونه کېږي، چې په ایران، پاکستان، اروپایي او امریکا هېوادونو کې مېشت دي.
ویل کېږي چې ثبت شویو کسانو څخه ۲۲۱ په ایران، ۲۵۰ په پاکستان او ۲۹ تنه په نورو لویدیځو هېوادونو کې مېشت له پچې اچونې وروسته انتخاب او د خپلو اسنادو د چارو لپاره به د حج او اوقافو وزارت ته ور وپېژندل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته